کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلوصي اکار:

که چیرې پر مونږ اف ۳۵ الوتکې نه پلورل کیږي مونږ به خپلې الوتکې جوړې کړو

10 میزان 1398 ساعت 15:45

د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار وویل که چیرې امریکا په ترکیې اف ۳۵ ډوله الوتکې نه پلوري ترکیه به پخپله خپلې ملي محاربوي الوتکې جوړې کړي.


د ملي دفاع وزیر اکار دا څرګندونې په پلازمینه انقره کې د مستقلو سوداګرو د ټولنې لخوا جوړه شوې ( د عسکري رادار او پولو د امنیت ) تر نامه لاندې په غونډه کې وکړې.
هغه  وویل چې په نړۍ کې  مهم پرمختګونه نوښتونه او بدلونونه په ډیره چټکه توګه دوام لري.
د افغان خبری آژانس د خبر له مخی، ترکیه دا پرمختګونه، نوښتونه او بدلونونه  د ډیر نږدې نه تعقیبوي. ترکیه د سیاست نه نیولې تر عسکري ، ټکنالوژۍ او اقتصاده  پورې په هرو برخو کې  بدلونونه او پرمختګونه د نږدې نه تعقیبوي.
هغه  سر بیره وویل چې ترکیه اوس هغه ترکیه نده چې په دومداره توګه به په خپلو ستونزو کې سرګردانه وه  او د خپلو اړتیاوو لویه برخه به يي د بهر نه تامینوله. نن ورځ  ترکیه  د خپلو وسله والو ځواکونو د اړتیاوو په رڼا کې  یو زیات شمیر وسلې او مهمات، وسایط او ماشین الات  پخپله  تولیدوي.
هغه زیاته کړه چې  پدې برخه کې د میلګام  جنګي کښتیو، التای د محاربوي ټانکونو، فرتنه توپچي سیستمونو، اټاک تعرضي جنګي چورلکې، په وسلو سمبال او بې وسلو ډرون الوتکو، د هورکوش  تعلیمي او نورمالو الوتکو، د ګوک بای  د هیلي کوپټر ، هر ډول  توغندیو  ، رادار سیتستمونو  او وسلو نه  د مثال په توګه یادونه کولای شو.
هغه  د امریکا سره  د اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو  د مسئلې په اړه  روانو جنجالونو ته په اشارې سره وویل « که چیرې د اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکې پر مونږ نه پلوري  مونږ به پخپله خپلې ملي تعرضي جنګي الوتکې جوړې کړو. خپل رادار سیستم به  جوړ کړو او موجود سیستم ته به لا وده ورکړو. پدې برخه کې هیڅوک باید شک او شپهه ونکړي.


د مطلب کود: 192461

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192461/چیرې-پر-مونږ-اف-۳۵-الوتکې-نه-پلورل-کیږي-خپلې-جوړې-کړو

آوا
  https://www.avapress.com