کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د کاپیسا په ولایت کې چاودنه وشوه.

10 میزان 1398 ساعت 15:47

د کاپیسا د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالشکور شایق خبري رسنیو ته ویلي دي چې د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ اړوند د بایزخیلو په سیمه کې په کرنیزه مځکه کې د چاودنې له امله ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.


د کاپیسا  د امنیې قومندانۍ ویاند  عبدالشکور شایق  خبري رسنیو ته ویلي دي چې د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ اړوند  د بایزخیلو په سیمه کې  په  کرنیزه مځکه کې  د چاودنې له امله  ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
هغه ویلي دي چې دا بم  د طالبانو لخوا ځای په ځای شوی  وو.
د ویاند په وینا  پدې پیښه کې وژل شوي  کسان  د یوې کورنۍ غړي دي. هغه ویلي دي چې د پیښې قربانیان  ټول ښځې او ماشومان دي.
په پیښه کې ۴ ښځو او دوو تنو ماشومانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم  ویلي دي چې دا بم  د طالبانو لخوا پر  افغان ځواکونو  د برید  په موخه ځای په ځای شوی وو خو طالبانو بیا دا ادعا رد کړې ده .
طالبانو  بیا  ادعا کړې ده چې دا کسان د افغان ځواکونو لخوا د راتوغول شوي هاوان مرمۍ په پایله کې وژل شوي دي.


د مطلب کود: 192462

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192462/د-افغانستان-کاپیسا-په-ولایت-کې-چاودنه-وشوه

آوا
  https://www.avapress.com