روسیې د اس ۵۰۰ دفاع هوا اوږد واټنه توغندیو سیستم په بریالیتوب سره وازمایه
روسیې په سوریه کې خپل نوي د دافع هوا اوږد واټنه توغندي اس ۵۰۰ په بریالیتوب سره د ازمایلو نه خبر ورکړ .
روسیې د اس ۵۰۰ دفاع هوا اوږد واټنه توغندیو سیستم په بریالیتوب سره وازمایه
10 میزان 1398 ساعت 15:49
روسیې د اس ۵۰۰ دفاع هوا اوږد واټنه توغندیو سیستم په بریالیتوب سره وازمایه
روسیې په سوریه کې خپل نوي د دافع هوا اوږد واټنه توغندي اس ۵۰۰ په بریالیتوب سره د ازمایلو نه خبر ورکړ .
د روسیې ازویستیا ورځپاڼې د دفاع وزارت او دفاعي صنایعو د سرچینو له قوله لیکلي دي چې د اس ۵۰۰ دافع هوا اوږد واټنه توغندیو د ازمایښت پر مهال ځینې ستونزې رامنځته شوې وې خو په ډیر ګړندي توګه حل کړې شوې او ازمایښتونه په بریالي توګه ترسره شول.
د روسیې د دفاع وزارت سرګي شویګو ویلي دي چې اس ۵۰۰ دافع هوا اوږد واټنه توغندیو سیستم به په ۲۰۲۰ کال کې د روسیې وسله والو ځواکونو په اختیار کې ورکړل شي.
هغه ویلي دي چې د سوریې په عملیاتو کې د ازمایښتونو پر مهال ناکام شوې ۱۲ ډوله وسلو تولید يي درولی دی.
هغه د نوموړو وسلو د ډولونو په اړه د جزیاتو ورکولو نه ډده وکړه .
د مطلب کود: 192463