کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان ته د خليلزاد ناڅاپه سفر

10 میزان 1398 ساعت 15:54

د پاکستان باخبرو سرچينو بېګا اسلام آباد ته د افغانستان په چارو کښې د امريکې د خاص استازي زلمے خليزاد د ناڅاپه سفر خبر ورکړ.


د پاکستان باخبرو سرچينو بېګا اسلام آباد ته د افغانستان په چارو کښې د امريکې د خاص استازي زلمے خليزاد د ناڅاپه سفر خبر ورکړ.
د افغان خبری آژانس دد رپوټ له مخې پاکستاني رسنيو د دغه هېواد د باخبرو سرچينو له قوله وويل، خليزاد ټاکل شوې ده په دغه سفر کښې د پاکستان له لوړ رتبه چارواکو سره په کتنه کښې له طالب ډلې سره د امريکې د اودرېدل مذاکراتو د حالت په اړه خبرې اترې وکړي.
دغه سفر په داسې حال کښې دے چې د پاکستان حکومت د افغانستان د خبراترو له لغو کېدو څخه د ناخوښۍ په څرګندولو سره له سپينې ماڼۍ غوښتي دي چې د دغو خبرو اترو د بيا شروع کولو لپاره دې ګام اوچت کړي.
د افغانستان په چارو کښې د امريکې استازے چې بېګا له چين څخه پاکستان ته لاړ له دې مخکښې ټاکل شوې وه د تېر ستمبر په دريمه نېټه اسلام آباد ته لاړ شي چې له طالب ډلې سره د خبرو اترو د اودرولو لپاره د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناڅاپه فېصلې په وجه دغه سفر هم ترسره نه شو.


د مطلب کود: 192464

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192464/پاکستان-ته-د-خليلزاد-ناڅاپه-سفر

آوا
  https://www.avapress.com