دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۶
د مطلب کود : 192467
د عادل الجبیر د ادعاګانو تکراریدا او د ایران له اقتدار اوقدرته ئې لالهاندی
د عادل الجبیر د ادعاګانو تکراریدا او د ایران له اقتدار اوقدرته ئې لالهاندی

 

د اسلامی ایران د حکومت ویندوی  ددې خبرې په کولو سره چې د عربستان له خوا د ځینو هیوادونو مشرانو پیغامونه راوړی دی ،سم دی ووئیل که عربستان واقعا دخپل چلند په بدلولو پسې وی ،مونږ ئې هرکلی کوو .

د سعودی عربستان د خارجه وزیر سلاکار عادل الجبیرپه یولړ ادعاګانوکې سره له دې چې  اسلامی ایران ئې  له ترهه ګرۍ په ملاتړ تورن کړی و مدعی شوی ، ایران  په عربی نړۍ کې د بې ثباتۍ عامل دی . 

 په همدا وروستیو شپو ورځو کې په دې باب  خپرۀ شوی  خبرونه  چې  عربستان د عراق د لومړی وزیر عادل عبدالمهدی پشمول د ځینو مینځګړو او ثالثو لوبغاړو له لارې په دوو اړخیزو اړیکو کې  دتاؤتریخوالی د کمیدا لپاره د ایران له اسلامی جمهوریت سره  دخبرواترو غوښتنه کړې ده .

 د اسلامی ایران د  حکومت  ویندوی   ددې خبرې په کولو سره چې  د عربستان له خوا دځینو هیوادونو مشرانو پیغامونه راوړی دی،سم دی ووئیل  که عربستان واقعا  دخپل چلند په بدلولو پسې وی ،مونږ ئې هرکلی کوو .

د عربستان خارجه وزیر  عادل

الجبیر ، البته په ټویټری پیغامونو کې  ادعا کړې چې عربستان  له ایران سره  خبرې اترې کول نه غواړی  .په عین حال کې الجبیر  یو ځل بیا اسلامی ایران  دعربو هیوادونو  په کورنیو چارو کې په لاسوهنې ،د بالسټیک  توغندیو په پراختیا او په سیمې کې د په ګډوډیو رامینځةکونې تورن کړی دی .

 د عادل الجبیر څرګندونې له بل هرڅه زیات د په لویدیځی آسیا کې د آل سعود رژیم د اوسنی وضعیّت  ښودنه کوی .آل سعود رژیم  چې تمه ئې درلوده  د امریکا ا و ځینو عربو هیوادونو په ملاتړ سره او همداراز  د صهیونیسټ رژیم  سره دنزدیکیدا په هیلې سره برلاسه سیمه ایز موقعیّت  ترلاسه کړی،د عربانو د اعتراضونو  د کابو نهو کلونو په تیریدا سره دخپل سیمه ایز موقعیّت د کمزوری کیدا او حتید تر ټولو بې وځله عربی هیواد په ضد په جنګ کې د بې شرمې ماتې شاهد دی .پر دې سربیره،دعربستان په وړاندې دامریکا د حکومت چلندی بیلګه ، چې دوی د شیدو غوا ګڼی،او په هرې یوې پلمې سره هڅه کوی ددغه هیواد تیلی ډالروترلاسه کړی .د امریکا د چلند دغه بیلګه،نه یوازې له واشنګټنه د ریاض د چارواکو غوښتنه تامینوی  ددغه هیواد دسپکاویو او بې شمه کیدا  لامل شوې  ده .

 
https://avapress.com/vdcepw8zfjh8oei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته