د افغانستان د پوځ د شاهین کل اردو په بلخ ولایت کښې د طالبانو ډلې د یوه (۱) مشر د وژل کیدا خبر ورکړ .
دافغانستان په بلخ کښې یوطالب مشر وژل شوی
10 میزان 1398 ساعت 17:38
د افغانستان د پوځ د شاهین کل اردو په بلخ ولایت کښې د طالبانو ډلې د یوه (۱) مشر د وژل کیدا خبر ورکړ .
شاهین کل اردو نن وویل د افغانستان دبلخ ولایت په «چمتال» ولسوالۍ کښې د طالبانو ډلې یو(۱) مشر «ګل نبی مبارز» چې ځان یې ولسوال ګاڼه په یوه (۱) هوایی برید کښې وژل شوی .
ویل کیږی چې ګل نبی مبارز د افغانستان دبلخ ولایت په ټولو ترهګرو حملو کښې لاس لرلی او په روان میلادی کال کښې دوه (۲) ځله د امنیتی ځواکونو لخوا ژوبل شوی وو .
دافغانستان د شاهین کل اردو زمونږ خبریال ته وویل په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په جوزجان کښې په درزاب ولسوالۍ کښې د طالبانو پرضد د عسکرو په عملیاتو کښې پینځلس (۱۵) طالبان وژل شوی او پینځه(۵) نور ژوبل شوی .
د مطلب کود: 192468