دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۴۷
د مطلب کود : 192470
طالبان جاغوری ولسوالی څو تنه اوسیدونکې د قره باغ دشت څخه تښتولې
په داسی حال کې چی غزنی دولتی چارواکې د طالبانو له لوری د جاغوری ولسوالی څخه څو تنو تښتولو څخه بی اطلاعی ښیی؛ خو د غزنی ولایتی شورا یو غړۍ ددی کسانو تښتول کیدل تائیدوی.
خالقداد اکبری؛ د غزنی ولایتی شورا یو غړۍ نن د میزان په ۴ نیټه افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې وویل چی مسلح طالبان نن سهار ځینی مسافرین د جاغوری ولسوالی اوسیدونکې د دشت قرباغ په سیمه کې د موتر څخه کښته کړي او ځان سره لیږدولی دی.
خالقداد زیاته کړه چی ددی کسانو هویت تراوسه دقیق نه دی معلوم.
اکبری مخکې هم د طالبانو له لوری جاغوری څو تنو اوسیدونکو تښتول کیدو څخه خبر ورکړی وو.
د غزنی دا ولایتی شورا غړۍ مخکې ویلی وو چی طالبان د جاغوری خلګو باندی ډير فشار واردوی او دا مسافرین د عشر ورکولو له امله د ځآن سره تښتولی دی.
په همدی حال کې احمد خان سیرت د غزنی پولیس قوماندانی ویاند او عارف نوری د غزنی والی ویاند افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په مصاحبه کې ویلی دی چی تراوسه کوم دقیق معلومات موږ ته نه دی رسیدلی چی آیا دا کسان تښتول شوی او که نه.
طالبانو هم تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
 
https://avapress.com/vdciyrazut1a352.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته