کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان جاغوری ولسوالی څو تنه اوسیدونکې د قره باغ دشت څخه تښتولې

10 میزان 1398 ساعت 17:47

په داسی حال کې چی غزنی دولتی چارواکې د طالبانو له لوری د جاغوری ولسوالی څخه څو تنو تښتولو څخه بی اطلاعی ښیی؛ خو د غزنی ولایتی شورا یو غړۍ ددی کسانو تښتول کیدل تائیدوی.


خالقداد اکبری؛ د غزنی ولایتی شورا یو غړۍ نن د میزان په ۴ نیټه آوا خبرنګار سره په خبرو کې وویل چی مسلح طالبان نن سهار ځینی مسافرین د جاغوری ولسوالی اوسیدونکې د دشت قرباغ په سیمه کې د موتر څخه کښته کړي او ځان سره لیږدولی دی.
خالقداد زیاته کړه چی ددی کسانو هویت تراوسه دقیق نه دی معلوم.
اکبری مخکې هم د طالبانو له لوری جاغوری څو تنو اوسیدونکو تښتول کیدو څخه خبر ورکړی وو.
د غزنی دا ولایتی شورا غړۍ مخکې ویلی وو چی طالبان د جاغوری خلګو باندی ډير فشار واردوی او دا مسافرین د عشر ورکولو له امله د ځآن سره تښتولی دی.
په همدی حال کې احمد خان سیرت د غزنی پولیس قوماندانی ویاند او عارف نوری د غزنی والی ویاند آوا خبرنګار سره په مصاحبه کې ویلی دی چی تراوسه کوم دقیق معلومات موږ ته نه دی رسیدلی چی آیا دا کسان تښتول شوی او که نه.
طالبانو هم تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
 


د مطلب کود: 192470

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192470/طالبان-جاغوری-ولسوالی-څو-تنه-اوسیدونکې-د-قره-باغ-دشت-څخه-تښتولې

آوا
  https://www.avapress.com