دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۷
د مطلب کود : 192471
غزني: د ګډو ځواکونو  چاپه کې نورالمدارس مدرسې ته دروند زیان اوښتي
غزني: د ګډو ځواکونو چاپه کې نورالمدارس مدرسې ته دروند زیان اوښتي
په غزني ولایت کې بهرنیو ځواکونو د خپلو داخلي همسنګرو په ملتیا د«نورالمدارس» په نوم دې ولایت په مشهوره دیني مدرسه چاپه اچولې او ودانۍ ته یې  دروند زیان ور اړولی.
د افغان خبری آژانس د راپورونو په اساس، تېره شپه ګډو ځواکونو د غزني ولایت د شلګر ولسوالۍ په حدودو کې د نورالمدارس په نوم مشهوره مدرسه باندې چاپه اچولې، د مدرسې اطاقونه یې تخریب
کړي، دروازې یې ماتې کړې او مالونه یې چور کړي.
یاده دې وي، چې ګډو ځواکونو همدا تېره ورځ د مرکز اړوند «قره باغي» سیمه کې هم یو مسجد ویجاړ کړی او ۱ تن ملکي کس یې له ځانه سره بوولی.
د نورالمدارس مدرسه چې د غزني ولایت په سطحه له سترو او مشهورو مدارسو څخه ګڼل کېږي، دا لومړی ځل نه دی، چې حکومتي او بهرني ځواکونه ورباندې چاپه اچوي، څه موده وړاندې هم په دې مدرسه باندې له مسلسلو بریدونو ورسته «نورالمدارس» مدرسه د مؤقت وخت لپاره تړل شوې وه، چې بیا وروسته پرانستل شوه.
https://avapress.com/vdcja8evvuqehxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته