دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۸
د مطلب کود : 192472
دایکندی کې ټاکنیزو شکایتونو ۳۶ قضیو ثبت
دایکندی ټاکنیزو شکایتونو مستقل کمیسیون ولایتی دفتر مسؤولین خبر ورکوی چی په دی ولایت کې شکایاتو ۳۶ قضیی ثبت شوی دی.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، عبدالرحیم باذل د دایکندی ولایت ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دارالانشاء آمر وایی، دا ټاکنیز شکایات د رای ورکوونکو، ناظرین او ټاکنیز کمیسیون کارکوونکو په وړاندی لیدونکو او همدارنګه د کمیسیون کارکوونکو له لوری د رای ورکوونکو په وړاندی ثبت شوی دی.
ښاغلی باذل وایی، ددی شکایاتو یوه برخه ټاکنیز تخلفاتو پوری اړوند دی چی د رای ورکوونکو له لوری ثبت شوی دی او بله برخه یی د ټاکنیز کمیسیون کارکوونکو څخه دی چی د رای ورکوونکو په وړاندی په ثبت رسیدلی دی.
هغه زیاته کړه، ټاکنیز شکایاتو ډيره برخه ددی ولایت اشتر ولسوالی له لوری په ثبت رسیدلی دی.
د دارالانشا امر وایی، شکایاتو ته رسیدګی پروسه شروع او تر دوو اونیو پوری به دوام وکړی.
یادولو وړ دی چی دایکندی ولایت کې د نهایی آمارو په اساس، ۱۲۱ زره او ۵۴۴ تنه ریاست جمهوری ټاکنو کې ګډون کړی دی چی ۵۰ سلنې څخه ډير یی ښځی تشکیلوی.
 
https://avapress.com/vdca0un6u49noy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې