کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دایکندی کې ټاکنیزو شکایتونو ۳۶ قضیو ثبت

10 میزان 1398 ساعت 17:58

دایکندی ټاکنیزو شکایتونو مستقل کمیسیون ولایتی دفتر مسؤولین خبر ورکوی چی په دی ولایت کې شکایاتو ۳۶ قضیی ثبت شوی دی.



 
د آوا په ګزارش سره، عبدالرحیم باذل د دایکندی ولایت ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دارالانشاء آمر وایی، دا ټاکنیز شکایات د رای ورکوونکو، ناظرین او ټاکنیز کمیسیون کارکوونکو په وړاندی لیدونکو او همدارنګه د کمیسیون کارکوونکو له لوری د رای ورکوونکو په وړاندی ثبت شوی دی.
ښاغلی باذل وایی، ددی شکایاتو یوه برخه ټاکنیز تخلفاتو پوری اړوند دی چی د رای ورکوونکو له لوری ثبت شوی دی او بله برخه یی د ټاکنیز کمیسیون کارکوونکو څخه دی چی د رای ورکوونکو په وړاندی په ثبت رسیدلی دی.
هغه زیاته کړه، ټاکنیز شکایاتو ډيره برخه ددی ولایت اشتر ولسوالی له لوری په ثبت رسیدلی دی.
د دارالانشا امر وایی، شکایاتو ته رسیدګی پروسه شروع او تر دوو اونیو پوری به دوام وکړی.
یادولو وړ دی چی دایکندی ولایت کې د نهایی آمارو په اساس، ۱۲۱ زره او ۵۴۴ تنه ریاست جمهوری ټاکنو کې ګډون کړی دی چی ۵۰ سلنې څخه ډير یی ښځی تشکیلوی.
 


د مطلب کود: 192472

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192472/دایکندی-کې-ټاکنیزو-شکایتونو-۳۶-قضیو-ثبت

آوا
  https://www.avapress.com