کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ټاکنو کمیسیون یوځل بیا له بیومټریک پرته کارول شوې رایې بې اعتباره وبللې

10 میزان 1398 ساعت 18:32

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون یو وار بیا ټینګار کوی چې د ولسمشرۍ د تېرو ټاکنو یوازې بیومټریک رایې د اعتبار وړ دی.


د دغه کمیسیون رئیسې حوا عالم نورستانۍ ویلی، له بیومټریک پرته د نورو رایو شمېرل امکان نه لری.
نورستانۍ زیاته کړه: “د بایومټریک رایه مونږ ته د منلو وړ ده. په ټاکنو کې مو دا روش د همدې لپاره ونه مانه چې هلته درغلی وه او د درغلۍ د مخنیوی یوازنۍ لاره همدا ټکنالوژی وه. دا استثنا د ټولو کمېشنرانو د ګډې پرېکړې پر اساس په پام کې نیول شوې ده”.
پرون د مشرانو جرګې رئیس عبدالهادی مسلمیار وویل، د کمیسیون مشرتابه به اړ کړی چې غیربایومټریک رایې هم وشمېری.
په عین حال کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایی کابل ته به د رایو د صندوقونو او انتخاباتی موادو انتقال تر راروانې شنبه ( تلې ١٣مه) بشپړ شی.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مهالوېش له مخې، د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ نتیجې به د تلې په ٢٧مه او نهایی نتیجې د لړمپه١۶مه اعلان شی.


د مطلب کود: 192475

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192475/د-ټاکنو-کمیسیون-یوځل-بیا-له-بیومټریک-پرته-کارول-شوې-رایې-بې-اعتباره-وبللې

آوا
  https://www.avapress.com