دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۳۲
د مطلب کود : 192475
د ټاکنو کمیسیون یوځل بیا له بیومټریک پرته کارول شوې رایې بې اعتباره وبللې
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون یو وار بیا ټینګار کوی چې د ولسمشرۍ د تېرو ټاکنو یوازې بیومټریک رایې د اعتبار وړ دی.
د دغه کمیسیون رئیسې حوا عالم نورستانۍ ویلی، له بیومټریک پرته د نورو رایو شمېرل امکان نه لری.
نورستانۍ زیاته کړه: “د بایومټریک رایه مونږ ته د منلو وړ ده. په ټاکنو کې مو دا روش د همدې لپاره ونه مانه چې هلته درغلی وه او د درغلۍ د مخنیوی یوازنۍ لاره همدا ټکنالوژی وه. دا استثنا د ټولو
کمېشنرانو د ګډې پرېکړې پر اساس په پام کې نیول شوې ده”.
پرون د مشرانو جرګې رئیس عبدالهادی مسلمیار وویل، د کمیسیون مشرتابه به اړ کړی چې غیربایومټریک رایې هم وشمېری.
په عین حال کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایی کابل ته به د رایو د صندوقونو او انتخاباتی موادو انتقال تر راروانې شنبه ( تلې ١٣مه) بشپړ شی.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مهالوېش له مخې، د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ نتیجې به د تلې په ٢٧مه او نهایی نتیجې د لړمپه١۶مه اعلان شی.
https://avapress.com/vdcd5x0fkyt0no6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته