د جنوبی کوریا د پوځ مشر ویلی،چی شمالی کوریا یو ځل بیا لیری واټن ویشتونکی بالستیک توغندۍ ازمایلې ده.
ویل کیږی،چی دغه توغندۍ د ۴۵۰ کیلومتره په
واټن کې توغول سوی او جنوبی کوریا یو ځل بیا غوښتنه کړې چې شمالی کوریا دې ژر تر ژره دغه ازموینې ودروی.
دا په داسې حال کې ده چې د ټرمپ او کیم جونګ اون تر منځ د خبرو تر پای ته رسېدو وروسته دا نهم ځل دی چې شمالی کوریا خپلو توغندیی ازموینو ته دوام ورکوی.