دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۲۲:۲۰
د مطلب کود : 192483
د بغلان ولایتی شورا معاون او پلخمری سیمه ییز پولیسو قوماندان ترمنځ مسلحانه نښته
د داخله چارو وزارت وایی چی نن ماښام ۶:۳۰ په شاوخوا د بغلان ولایتی شورا معاون او پلخمری سیمه ییز پولیس قوماندان امین اکاخیل ترمنځ مسلحانه نښته شوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، نصرت رحیمی، د داخله وزارت مخکې خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلی دی چی د نښتې په ترڅ کې د امین اکاخیل ورور وژل شوی او خپله ولایتی شورا معاون او سیمه ییز پولیس قوماندان ټپیان شوی دی.
ښاغلی رحیمی ددی پيښی رامنځته کیدو په اړه څه نه دی ویلی خو ټینګار کړی دی چی د داخله وزارت رهبری هدایت په اساس یو باصلاحیت هیئت د پيښی د څیړلو لپاره توظیف شوی دی.
د هغه په وینا، ډير ژير به ددی قضیه په وړاندی قانونی اجرائاتو نتیجه او تحقیقات ترسره شی.
یادولو وړ دی چی دا پیښه د بغلان پولیس قوماندانی دننه د لفظی شخړو وروسته شروع شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcc4iqs12bqo08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته