کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دیني اماکنو اومدرسوجوړېدل دولایتي ادارې په کاري لومړیتونو کی ځای لری

11 میزان 1398 ساعت 13:11

د دیني اماکنو اومدرسوجوړېدل دولایتي ادارې په کاري لومړیتونو کی ځای لری


دغه څرګندونی کندهار والی حیات‌الله حیات په ولایت مقام کی دولسوالانو سره د غونډی پر مهال وکړې او د جمهوری ریاست له لوری د نوو جوړېدونکو جوماتونو په اړه یې له دوی سره معلومات شریک کړل.
دغونډی په پیل کی کندهار والی حیات‌ الله حیات د جوماتونو، دینی اماکنو او مدرسو جوړول د ولایتی ادارې اساسی کاری لومړیتوب یاد کړ او د جمهوری ریاست له لوری یې د نوو جوړېدونکو جوماتونو اقدام وستایه.
ښاغلی حیات وویل؛ د ولایتی ادارې او علمای کرامو ترمنځ نژدې اړیکې د دې لامل سوی، چی د جمهوری ریاست په خاصه پېرزوینه په کندهار ښار کی د لوی جامع جومات ترڅنګ په ځینو ولسوالیو کی یو شمېر نور جامع جوماتونه هم جوړ کړل سی.
د کندهار والی په وینا؛ دغه جوماتونه په څو ولسوالیو کی جوړېږی؛ خو ډاد یې څرګند کړ، چی مرکزی اداره په ټولو ولسوالیو کی د جوماتونو او مدرسو د جوړېدو پلان لری.
کندهار والی یادونه وکړه؛ د هر جومات په جوړیدو سره په ټولنه کې د انفرادی او ټولنیزې اصلاح بنسټونه پیاوړی کیږی او ولس ته د ژوندانه په هره برخه کې د اسلامی لارښوونو په رڼا کې پیغامونه استول کیږی.
د ښاغلی حیات په خبره؛ ولایتی اداره هڅه کوی، چی د علمای کرامو او دولت ترمنځ واټن کم او د ګډ کار په مرسته اسلام‌ پالنی او د دینی اماکنو پراختیا ته دوام ورکړی.
ښاغلی حیات دینی علما د دین ستنی او د ټولنی د اصلاح یوازینی موثر قشر وباله او غوښتنه یې وکړه، چی دوی دی له دولت سره د امنیت، سولی، د پروژو په تطبیق او د عمومی نظم په تامین کې خپله همکاری زیاته کړی؛ څو ټول ولسونه له مساوی خدمتونو برخمن کړل سی.
ښاغلی حیات له ولسوالانو وغوښتل، چی د نویو جوړېدنکو جوماتونو لپاره دی مځکه تثبت کړی، څو ژر تر ژره کار پر پیل سی.
ښاغلی حیات دغه راز ولسوالانو ته وویل، چی د ولسی همکاری په مرسته دی، په خپلو سیمو کی د پرمختیایی پرژو او دینی اماکنو جوړېدو ته زمینه برابره کړی، څو ټول ولسونه له موازی خدماتو برخمن کړل سی.


د مطلب کود: 192512

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192512/د-دیني-اماکنو-اومدرسوجوړېدل-دولایتي-ادارې-په-کاري-لومړیتونو-کی-ځای-لری

آوا
  https://www.avapress.com