کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه وايي، ۶ لکه افغان ماشومان په شدیده خوارځواکۍ اخته دي

11 میزان 1398 ساعت 13:13

ملګري ملتونه وايي، ۶ لکه افغان ماشومان په شدیده خوارځواکۍ اخته دي
په افغانستان کې ۲ میلیونه ماشومان خوارځواکه دي، خو شپږ لکه ماشومان له دې ناروغۍ څخه په شدید ډول رنځېږي.


یونیسف په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا مهال په افغانستان کې ۲ میلیونه ماشومان خوارځواکه دي، خو شپږ لکه ماشومان له دې ناروغۍ څخه په شدید ډول رنځېږي.
یونیسف دغه راز ویلي، چې له یادو ماشومانو سره د مرستو لپاره ۲۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي، د ۲۰۱۹ کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې د پولیو ۱۶ پېښې شوې دي.
اوچا زیاته کړې ډېر ژر به په افغانستان کې د پولیو واکسینو کمپاین پیل او په لویدیځ، مرکز، سویل او ختیځو ولایتونو کې به ماشومانو ته د پولیو واکسین ورسول شي.


د مطلب کود: 192514

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192514/ملګري-ملتونه-وايي-۶-لکه-افغان-ماشومان-په-شدیده-خوارځواکۍ-اخته-دي

آوا
  https://www.avapress.com