دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۶
د مطلب کود : 192515
د نتیجو اعلان ته تم شئ او تورونه مه لګوئ
امنیت شورا کاندیدانو ته: د نتیجو اعلان ته تم شئ او تورونه مه لګوئ
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د میزان د شپږمې نیټې د جمهوري ریاست انتخابات په افغانستان کې د دیموکراسۍ پرمختګ لپاره “مهم” اقدام بللی او د افغان ولس، انتخاباتو د کمیسیون د کار کوونکو، ناظرینو او امنیتي ځواکونو “زړه ورتیا” یې ستایلې ده.
د امنیت شوار په اعلامیې کې چې د چارشنبې په ورځ (اکټوبر۲) یې خپره کړې هغه کسان غندل شوي چې د انتخاباتو د ګډوډولو هڅې یې کړي، په کاندیدانو، د انتخاباتو د کمیسیون په کار کوونکو او رای ورکونکو یې بریدونه کړي.
ملګرو ملتونو پدې انتخاباتو کې د زیانمن شویو کورنیو سره خواخوږي ښودلې.
په اعلامیې کې همدارنګه د انتخاباتو
د خپلواک کمیسیون او د شکایتونو د اوریدو د کمیسیون نه غوښتل شوي چې په “دقیقه توګه” د افغان ولس د رایو شمیرلو ډاډ ورکړي او د رایو نتیجه “عادلانه، ټول شموله او شفافه” وي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړیو د جمهوري ریاست د ټولو کاندیدانو نه هم غوښتي چې د انتخاباتو د پروسې په برخه کې پخپلو کړیو ژمنو دې ودریږي او خپله “ریښتینولي” ثابته کړي.
په اعلامیې کې غوښتل شوي چې ” بې وخته نتیجه ګیریو او تورونو لګولو” نه دې ډډه وشي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیو د انتخاباتو د امنیت په برخه کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو مهم نقش څخه یادونه کړې او د افغانستان د حکومت او نړیوالې ټولنې نه یې غوښتي چې د افغانستان ثبات او امنیت لپاره دې ګټور ګامونه پورته کړي.
https://avapress.com/vdcizrazwt1a3w2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته