کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر: د ټاکنو په ورځ د افغان ځواکونو په اړه هېڅ شکایت نه دئ ثبت شوی

11 میزان 1398 ساعت 13:28

ولسمشر: د ټاکنو په ورځ د افغان ځواکونو په اړه هېڅ شکایت نه دئ ثبت شوی
د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني ویلي چې د ټاکنو په ورځ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د فعالیت په اړه هېڅ شکایت نه دی ثبت شوی.


د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني ویلي چې د ټاکنو په ورځ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د فعالیت په اړه هېڅ شکایت نه دی ثبت شوی.
ولسمشر غني پرون د اکټوبر په ۲مه ماښام په ارګ کې په غونډه کې له امنیتي ځواکونو او هغو والیانو مننه کړې چې په انتخاباتو کې یې لاسوهنه نه ده کړې.
ټاکنې د سپټمبر په ۲۸مه یا د میزان په شپږمه وشوې.
د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو د امنیت ټینګولو لپاره ۷۲ زره امنیتي او دفاعي ځواکونه په ځانګړي ډول په دندو ګمارل شوي وو.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې وسله والو طالبانو د ټاکنو په ورځ لږترلږه ۶۸ حملې وکړې چې پنځه ملکي وګړي او ۲ پولیس په کې ووژل شول.


د مطلب کود: 192516

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192516/ولسمشر-د-ټاکنو-په-ورځ-افغان-ځواکونو-اړه-هېڅ-شکایت-نه-دئ-ثبت-شوی

آوا
  https://www.avapress.com