کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اندرابي: طالبان سولي بهیر سره له یوځای کېدو پرته بله لار نه لري

11 میزان 1398 ساعت 14:39

د کورنیو چارو سرپرست وزير مسعود اندرابي،چي د بلخ ولایت مزارشریف ښار ته تللی هغه د د ځانګړو ځواکونو د یو شمېر سرتيرو او افسرانو د فراغت غونډي په مراسمو کي دا څرګندوني کړي دي.


اندرابي:وسله وال طالبان به سوله کوي یا به وژل کيږي
د کورنیو چارو سرپرست وزير مسعود اندرابي،چي د بلخ ولایت مزارشریف ښار ته تللی هغه د د ځانګړو ځواکونو د یو شمېر سرتيرو او افسرانو د فراغت غونډي په مراسمو کي دا څرګندوني کړي دي.
هغه وايي انتخاب د وسله والو طالبانو په لاس کي دئ،چي د سولي له بهیر سره یو ځای کيږي او که د جګړې په ډګر کي لمنځه وړل کيږي.
نوموړی وايي طالبانو په جګړه کې د عمل ابتکار له لاسه ورکړی، پرته له دې چې د سولې له بهیر سره یوځای سي، بله لار ورته نه ده پاتې.
هغه د ځانګړو ځواکونو یو شمېر سرتېرو او افسرانو د فراغت له امله جوړو شویو مراسمو کې وویل:«سوق، اداره او رهبریت د طالبانو له لاسه تللی دی، یوازینۍ لاره چې ورته پاتې ده د سولې بهیر دی.»


د مطلب کود: 192517

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192517/اندرابي-طالبان-سولي-بهیر-سره-له-یوځای-کېدو-پرته-بله-لار-نه-لري

آوا
  https://www.avapress.com