دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۷
د مطلب کود : 192518
ډایکنډي کې د پولیسو قوماندان په ښځینه پولیسې جنسي تېری کړی
د ډایکنډي ولایت د کجران ولسوالۍ یوې ښځينه پولیسې ددې ولسوالۍ امنیه قوماندان په جنسي ځورونه تورن کړی.
د نن ټکی اسیا د خبر له مخی دغه مېرمن چې «مومنه کربلايي» نومېږي، ادعا کوي، چې د کجران ولسوالۍ امنیه قوماندان «محمد خان بلوڅ» نوموړې خپل دفتر ته غوښتې او هلته یې د تومانچې په وسیله ورته ګواښ کړی، چې که یې جنسي غوښتنه ونه مني، وبه یې وژني.»
کربلايي زیاتوي، په کجران ولسوالۍ کې یې چا غوښتنو ته ځواب ونه وایه نو ځکه دا مجبوره شوې، چې د دایکندي مرکز «نیلي ښار» ته د عدالت غوښتلو په موخه ولاړه شي.
د نوموړې په قول، که عدالت ورته ونه رسېږي، ځان به ووژني.
یاده دې وي، چې په امنیتي لیکو کې د ښځینه وو شتون په امنیتي ادارو کې د اخلاقي فساد د زیاتوالي لامل ګرځېدلي.
څه موده وړاندې هم بي بي سي داسې مېرمنې وغږولې، چې په حکومتي ادارو کې د دندې په مهال له جنسي پلوه ځورېدلې وې، یادو ښځو د اشرف غني په شاوخوا راټول یو شمېر سلاکاران تورن کړل، چې له ښځو د دندې په مقابل کې جنسي رشوت غواړي.
https://avapress.com/vdcb85b8wrhb9sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته