دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۶
د مطلب کود : 192519
طالبانو میدان وردک کې د فلانکوچ یو موتر چلوونکې وژلي
طالبانو ډله د فلانکوچ یو موټر چلوونکې د کابل-بامیان په لویه لاره کې د میدان وردک دره مربوطه سیمو کې په قتل رسولی دی.

 

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دا پيښه نن سهار پنجشنبه د میزان په ۱۱ نیټه د میدان دره کې چی د مرګ دره په نامه نومول شوی دی، رامنځته شوی دی.

سیمه ییز سرچینی په یو تلفنی اړیکه کې افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته ویلی دی چی قادر د اکرم زوی د بامیان ولایت پنجاب ولسوالی اوسیدونکې وو، هغه د کابل-بامیان پرلاره فلانکوچ موټر سره کار کوله.

د سرچینی په وینا، قادر نن سهار د مسافرینو سره یوځای کابل څخه بامیان لوری ته په حرکت وو چی د لاری په اوږدو کې د میدان وردک دره مربوطه سیمو کې د طالبانو له لوری د موټر څخه کښته شوی او وروسته په قتل رسیدلی دی.

سرچینه ډیروی چی طالبان د قتل وروسته د هغه کورنۍ سره اړیکه نیولی ترڅو هغه جسد یوسی.

دا په داسی حال کې دی چی کابل-بامیان لویه لاره اخیرو کې یو مرګونۍ لاری باندی مسافرو لپاره بدل شوی دی او طالبان هر وخت مسافرین د میدان دره او جلریز مربوطاتو کې د موټر څخه کښته کوی او په قتل رسوی.

https://avapress.com/vdccsiqso2bqop8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته