کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو میدان وردک کې د فلانکوچ یو موتر چلوونکې وژلي

11 میزان 1398 ساعت 13:36

طالبانو ډله د فلانکوچ یو موټر چلوونکې د کابل-بامیان په لویه لاره کې د میدان وردک دره مربوطه سیمو کې په قتل رسولی دی.


 

 

د آوا په ګزارش سره، دا پيښه نن سهار پنجشنبه د میزان په ۱۱ نیټه د میدان دره کې چی د مرګ دره په نامه نومول شوی دی، رامنځته شوی دی.

سیمه ییز سرچینی په یو تلفنی اړیکه کې آوا خبرنګار ته ویلی دی چی قادر د اکرم زوی د بامیان ولایت پنجاب ولسوالی اوسیدونکې وو، هغه د کابل-بامیان پرلاره فلانکوچ موټر سره کار کوله.

د سرچینی په وینا، قادر نن سهار د مسافرینو سره یوځای کابل څخه بامیان لوری ته په حرکت وو چی د لاری په اوږدو کې د میدان وردک دره مربوطه سیمو کې د طالبانو له لوری د موټر څخه کښته شوی او وروسته په قتل رسیدلی دی.

سرچینه ډیروی چی طالبان د قتل وروسته د هغه کورنۍ سره اړیکه نیولی ترڅو هغه جسد یوسی.

دا په داسی حال کې دی چی کابل-بامیان لویه لاره اخیرو کې یو مرګونۍ لاری باندی مسافرو لپاره بدل شوی دی او طالبان هر وخت مسافرین د میدان دره او جلریز مربوطاتو کې د موټر څخه کښته کوی او په قتل رسوی.


د مطلب کود: 192519

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192519/طالبانو-میدان-وردک-کې-د-فلانکوچ-یو-موتر-چلوونکې-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com