کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دولس امريکايانو قاتل «افغان عسکر» جسد خپلې کورنۍ ته وسپارل شو «انځورونه»

11 میزان 1398 ساعت 13:45

د دولس امريکايانو قاتل «افغان عسکر» جسد خپلې کورنۍ ته وسپارل شو «انځورونه»


لس ورځې وړاندې ( دتلې په لومړۍ نېټه) د کندهار په هوايي ډګر کې د صفی الله په نامه يو تن افغان نفوذي عسکر په امريکايانو برید وکړ او ۱۲ امريکايي عسکر يې ووژل چې په ځوابي ډزو کې صفی الله هم ووژل شو چې جسد يې نن خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
صفی الله چې د لغمان ولايت د عليشنګ ولسوالۍ د غازي اباد د کلي اوسېدونکی وو، لس ورځې يې امريکايانو جسد له ځان سره ايسار کړی و او نن ماښام يې د هغه کورنۍ ته وسپاره.
د نوموړي د جسد هر کلي ته د لغمان ګڼ شمير خلک او د صفی الله خپلوان لويو لارو ته راوتلي او د هغه جسد يې د تکبير په نارو، بدرګه کړ.
د نوموړي جنازه سبا د پنجشنبې په ورځ لس بجې د لغمان ولايت عليشنګ ولسوالۍ غازي اباد کلي کې اداء کيږي.
د يادونې وړ ده چې د دولتي عسکرو له ليکو وخت ناوخت ځينې افغان عسکر په بهرنيو ځواکونو د خپل ټوپک شپېلۍ ور اړوي چې د عسکرو دا اقدام په پراخه کچه د افغانانو له لوري ستايل کيږي.


د مطلب کود: 192520

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192520/د-دولس-امريکايانو-قاتل-افغان-عسکر-جسد-خپلې-کورنۍ-ته-وسپارل-شو-انځورونه

آوا
  https://www.avapress.com