دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۱
د مطلب کود : 192521
د ملا برادر اخند په مشرۍ د طالبانو پلاوی اسلام اباد ته رسېدلی
د ملا برادر اخند په مشرۍ د طالبانو پلاوی اسلام اباد ته رسېدلی د طالبانو د سياسي مرستيال او په قطر کې د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پلاوی تېره شپه ناوخته اسلام اباد ته رسېدلی دی.
د طالبانو د سياسي مرستيال او په قطر کې د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پلاوی تېره شپه ناوخته اسلام اباد ته رسېدلی دی.
طالبان وايي، د ا پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره د سولې سربېره په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو او نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړي.
اسلام اباد ته د طالبانو د سفر پر مهال د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی وړمه ورځ اسلام اباد ته رسېدلی او له پاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت دی.
ديپلوماتيکې سرچينې وايي، دا امکان شته، چې خلیلزاد او طالبان په اسلام اباد کې سره وګوري او کېدای شي د سولې خبرې يو ځل بيا پيل شي.
امریکا غږ انګليسي څانګې د طالبانو د سياسي دفتر د وياند سهيل
شاهين له قوله ليکلي، «د طالبانو د پلاوي او خلیلزاد د ليدو امکان نه ردوم.»
د ښاغلي شاهين په وينا طالب پلاوی به د روان اکتوبر تر ۶مې نېټې په اسلام اباد کې وي.
د چارو کارپوهان اسلام اباد ته د طالبانو د سياسي پلاوي سفر د سولې خبرو د بيا پيلېدو لپاره هيله بښونکی بولي.
د چارو کارپوه او د ملت ګوند مشر جعفر مهدوي وايي، تېره مياشت د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري له طالبانو سره د سولې خبرو له لغوه کېدو ورسته د پاکستان صدر اعظم هڅې کړي، چې دا خبرې بايد بېرته پيل شي.
د مهدوي په وينا تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د ۷۴مې کلنۍ غونډې په څنډه کې هم عمران خان د امریکا ولسمشر سره د ليدو پر مهال د سولې خبرو د بيا پيلېدو غوښتنه کړې وه او کېدای شي همدا وجه وي، چې زلمي خلیلزاد له روسي او چينايي چارواکو سره له ليدو وروسته اسلام اباد ته سفر کړی وي.
https://avapress.com/vdcf00dyyw6d1ta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته