د پاکستان سفير سره د عبدالله ليدنه؛ اسلام اباد د سولې خبرو د بيا پيلېدو غوښتنه کوي
د ګډ حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په کابل کې د پاکستان له سفير زاهد نصرالله خان سره ليدلي او د دوه اړخيزو اړيکو سربېره يې د سولې په موضوع خبرې کړي دي.
د پاکستان سفير سره د عبدالله ليدنه؛ اسلام اباد د سولې خبرو د بيا پيلېدو غوښتنه کوي
11 میزان 1398 ساعت 15:47

د اجرائيه رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د پاکستان سفير اجرائيه رئيس ته ويلي، چې طالبانو د سياسي دفتر پلاوی اسلام اباد ته سفر کوي.
د نصرالله خان په وينا د طالبانو پلاوی به د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي او نورو پاکستاني چارواکو سره وګوري.
د پاکستان سفير هيله ښکاره کړې، چې د افغانستان کشالې د حل لپاره بايد د سولې درېدلې خبرې بیرته پيل شي.
دا په داسې حال کې، چې د طالبانو د سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پلاوی اسلام اباد ته سفر کوي.
د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين په خپل ټويټرپيغام کې ويلي، چې د ملا برادر په مشرۍ پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره پر مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.
هغه په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي، خو داسې ښکاري، چې د سفر اجنډا به يې د سولې موضوع وي.
په عين حال کې پاکستاني رسنيو ويلي، د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد وړمه شپه پاکستان ته تللی او له پاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت دی.
د مطلب کود: 192522