کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قریشي له طالبانو سره په خبرو کې: موږ په مذاکرتو باور لرو، جګړه د حل لاره نه ده

11 میزان 1398 ساعت 16:36

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» د طالبانو له پلاوي سره په خپله لیدنه کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان شخړه د جګړې له لارې د حل وړ نه ده او باید د خبرو له لارې یې د حل هڅه وشي.


   د پاکستان  د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» د طالبانو له پلاوي سره په خپله لیدنه کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان شخړه د جګړې له لارې د حل وړ نه ده او باید د خبرو له لارې یې د حل هڅه وشي.
قریشي چې په بهرنیو چارو وزارت کې یې د طالبانو د سیاسي مرستیال «ملا برادر اخند» په مشرۍ له ورغلي پلاوي سره تر ښه راغلاست وروسته خبرې کولې، وویل « موږ په ډیالوګ باور لرو او په تاکید سره وایو چې د افغانستان شخړه د جګړې له لارې نه حل کېږي».
د قریشي په خبره، سیمه هغه وخت ثبات ته رسېدلای شي، چې افغانستان امن شي.
د طالبانو پلاوی چې د پاکستان په رسمي بلنه اسلام اباد ته تللی، هلته یې د بهرنیو چارو له وزیر «شاه محمود قریشي» سره لیدلي او تمه ده د پاکستان له لومړي وزیر «عمران خان» سره هم وویني.
طالبان وایي، پلاوی به یې له پاکستاني اړخ سره د سیاسي جریاناتو تر څنګ په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د ستونزو او په دې هیواد کې د افغان بندیانو د قضیو په تړاو وغږېږي.
بل لور ته پاکستاني رسنۍ داسې راپورونه ورکوي، چې ښايي د طالبانو پلاوی د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو له ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» سره چې په اسلام اباد کې له یو پلاوي سره موجود دی؛ هم وویني.
یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د مذاکراتو له لغوه کېدلو وروسته طالبانو د سیمي د هیوادونو سفرونه پیل کړي او ټینګار یې کړی چې د افغانستان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده.
طالبانو تر پاکستان وړاندې چین، روسیې او ایران هیوادونو ته هم سفرونه کړي وو.   


د مطلب کود: 192523

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192523/قریشي-له-طالبانو-سره-په-خبرو-کې-موږ-مذاکرتو-باور-لرو-جګړه-د-حل-لاره-نه-ده

آوا
  https://www.avapress.com