دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۴
د مطلب کود : 192526
هره ورځ هوږه او پیاز خوړل ښځو کې د تیو سرطان مخه نیسي
هره ورځ هوږه او پیاز خوړل ښځو کې د تیو سرطان مخه نیسي
د امریکا «بوفالو» پوهنتون نویو څیړنو کشف کړې چې هره ورځ هوږه او پياز خوړل ښځو کې د تیو یا سینو سرطان ګواښ لوړه کچه کموي.
د یادې څيړنې مشرې ډاکټرې «هاوري ډیساي» ویلي هغه ښځې چې په خپلو خوړو کې يې په ورځني ډول هوږه او پياز شامل کړي دي په دوی کې د تی سرطان کچه ۶۷سلنه ټيټه ښودل شوې ده.
د څیړنې پایلې موندلو لپاره څیړونکو د ۳۱۴ ښځو چې د تیو په سرطان اخته وې، او د ۳۴۶ ښځو چې په دغه ناروغۍ اخته نه وې د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۴م کالو ترمنځ څارنه وکړه.
دوی وموندله هغه ښځې چې په خپلو خوړو کې یې په عام ډول د ورځې یو وار پياز او هوږه زیاته کړې ده، په دوی
کې د هغوی په پرتله چې هوږه او پیاز یې نه خوړل د سرطان کچه ۶۷سلنه ټيټه شوې ده.

دوی وایي چې په پياز او هوږه کې داسې خصوصیات او مرکبات موندل کیږي چې د سرطان پر وړاندې درملو کې استعمالیږي.
هوږه د الله تعالی له نعمتونو څخه داسې یو نعمت دی چې یوازې په خوړو کې نه بلکې تقریبا د هرې ناروغۍ مخې نېولو کې مرسته کوي، همدا ډول په یو شمېر درملو کې هم ددې ماده استعمالیږي، د پوهانو په وینا د هوږې استعمال د تیرو ۷ زره کالو راهیسې کیږي.
دغه ډول د پيازو په تركيب كې ځينې نايتروجني مواد او ځينې قندونه، چې له هغه شمېر نه ګلوكوز، فروكتوز، ساكاروز او مالتوز دي شتون لري. سربېره پر دې په پياز كې كلسيم، وسپنه او فاسفورس هم شته چې د انسان د بدن لپاره ډېر ګټور دي.
https://avapress.com/vdcauun6i49nom1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته