کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لښکرګاه کې یو تن د وسله والو غلاوو په تور نیول سوی.

11 میزان 1398 ساعت 17:04

د ملي امنیت منسوبینو په لښکرګاه ښار کي یو تن د غلا په تور نیولی، تورن کس پر خپل جرم منلی دی، دغه راز د ښار په پنځمه حوزه کي بیا یو غلا سوی موټر د غلو له منګلو ژغورل سوی دی.


د ملي امنیت منسوبینو په لښکرګاه ښار کي یو تن د غلا په تور نیولی، تورن کس پر خپل جرم منلی دی، دغه راز د ښار په پنځمه حوزه کي بیا یو غلا سوی موټر د غلو له منګلو ژغورل سوی دی.
ملي امنیت د یوې خبرپاني په خپرولو سره وایي: چي مسوبینو یې یو یې د پنځمي حوزي په مربوطاتو کي یو غلا سوی، موټر نیولی، په سیمه کي د تورن کس د نیولو په تړاو پلټني پیل سوي دي.
خبرپاڼه کاږي، دغه راز یو تن د لښکرګاه ښار د قصبې په سیمه کي له یوه ښاري څخه موټرسیکل اخیستی وو، چي د ملي امنیت مسوبینو د کارته لګان په سیمه کي غل له غلا سوي موټرسیکل سره یو ځای ونیولی.
تورن کس منلې، چي د قصبې په سیمه کي یې له یوه تن څخه په زور موټرسیکل غلا کړی وو.
د ملي امنیت مسئوبینو تر دې وړاندي هم د لښکرګاه ښار په بیلابیلو سیمو کي وسله وال غله نیولي او د قانون منګلو ته یې سپارلي دي.


د مطلب کود: 192531

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192531/لښکرګاه-کې-یو-تن-د-وسله-والو-غلاوو-په-تور-نیول-سوی

آوا
  https://www.avapress.com