کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند کې له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور څلور تنه نیول سوي.

11 میزان 1398 ساعت 17:30

هلمند کې له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور څلور تنه نیول سوي.


د هلمند امنیتي چارواکي وایي د پولیسو له لوري څلور تنه شکمن کسان نیول سوي، پر یادو کسانو تور دی، چي د پولیسو په لیکو کي د ګډون وروسته یې پر افغان امنیتي ځواکونو د برید پلان درلود.
د هلمندامنیه قوماندان سمونوال احسام الدین هلمندی وايي ، چې له تروریزم سره د مبارزې پولیسو د اپراتیفي او استخباراتي معلوماتو پر اساس یې ۴ تنه داسي کسان نیولي چې غوښتل یې هلمند کې د وسله والو طالبانو په لارښوونه د مارجې ولسوالۍ د پولیسو لیکو کې ځانونه سوق کړي.
دهلمند امنیه قوماندان سمونوال احسام الدین هلمندی همدارنګه وایي چې افغان امنیتي ځواکونو ددې ولایت په یو شمیر ناامنو سیمو کې عملیات پیل کړیدي.
هلمند کي داسي ډېری پېښې سوي، چي په امنیتي پوستو کي د وسله والو طالبانو د نفوذي کسانو له لوري امنیتي سرتیري وژل سوي.


د مطلب کود: 192533

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192533/هلمند-کې-له-وسله-والو-طالبانو-سره-د-همکارۍ-په-تور-څلور-تنه-نیول-سوي

آوا
  https://www.avapress.com