کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

میزان شپږم نیټي ولسمشریز ټاکنو کې ګډون کوونکو نوی ارقام اعلان شو / لومړنۍ نتایج د میزان په ۲۷ اعلان کیږی

11 میزان 1398 ساعت 23:24

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ولسمشریز ټاکنو کې د ګډون کوونکو نوی ارقام اعلان کړ چی د هغه په اساس ۲.۷ میلیون وګړی په دی ټاکنو کې ګډون کړی دی.


د آوا په ګزارش سره، ولسمشریز ټاکنې د میزان په ۶ نیټه د امنیتی ګواښونو سره سره په ۳۴ ولایتونو کې ترسره شو او دا ټاکنې د مشکلاتو او رای ورکوونکو کمرنګ حضور څخه خالی نه وو.
په همدی حال کې مولانا محمد عبدالله د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو تن کمیشنرانو څخه د ګزارش شوی رایو مجموع د ولسمشریز ټاکنو دا په ټول هیواد کې ۲ میلیون او ۶۹۵ زره او ۸۹۰ رای اعلان کړ.
د سرچینو معلوماتو په اساس، ټاکنې په ۴ زره او ۶۸۴ مرکزونو او ۲۶ زره او ۵۶۸ سیمو کې ترسره شو او ۶۹۸ مرکز او ۳ زره ۱۸ رای ګیری سیمی د ځینو دلایلو له امله بند وو.
ښاغلی عبدالله ټینګار وکړ چی اعلان شوی ارقام بیا هم نهایی او دقیق نه دی او قانون مطابق، غیری بایومتریک رایی ورڅخه بېل کیږی او د هغه وروسته څيړنې او محاسبه شروع کیږی.
هغه ویلی دی چی ولسمشریز ټاکنو لومړنۍ نتایج د میزان په ۲۷ نیټه اعلان کیږی.
 


د مطلب کود: 192545

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192545/میزان-شپږم-نیټي-ولسمشریز-ټاکنو-کې-ګډون-کوونکو-نوی-ارقام-اعلان-شو-لومړنۍ-نتایج-د-په-۲۷-کیږی

آوا
  https://www.avapress.com