دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۲۳:۲۴
د مطلب کود : 192545
میزان شپږم نیټي ولسمشریز ټاکنو کې ګډون کوونکو نوی ارقام اعلان شو / لومړنۍ نتایج د میزان په ۲۷ اعلان کیږی
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ولسمشریز ټاکنو کې د ګډون کوونکو نوی ارقام اعلان کړ چی د هغه په اساس ۲.۷ میلیون وګړی په دی ټاکنو کې ګډون کړی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، ولسمشریز ټاکنې د میزان په ۶ نیټه د امنیتی ګواښونو سره سره په ۳۴ ولایتونو کې ترسره شو او دا ټاکنې د مشکلاتو او رای ورکوونکو کمرنګ حضور څخه خالی نه وو.
په همدی حال کې مولانا محمد عبدالله د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو تن کمیشنرانو څخه د ګزارش شوی رایو مجموع د ولسمشریز ټاکنو دا په ټول هیواد کې ۲ میلیون او ۶۹۵ زره او ۸۹۰ رای اعلان کړ.
د سرچینو معلوماتو په اساس، ټاکنې په ۴ زره او ۶۸۴ مرکزونو او ۲۶ زره او ۵۶۸ سیمو کې ترسره شو او ۶۹۸ مرکز او ۳ زره ۱۸ رای ګیری سیمی د ځینو دلایلو له امله بند وو.
ښاغلی عبدالله ټینګار وکړ چی اعلان شوی ارقام بیا هم نهایی او دقیق نه دی او قانون مطابق، غیری بایومتریک رایی ورڅخه بېل کیږی او د هغه وروسته څيړنې او محاسبه شروع کیږی.
هغه ویلی دی چی ولسمشریز ټاکنو لومړنۍ نتایج د میزان په ۲۷ نیټه اعلان کیږی.
 
https://avapress.com/vdcba5b8srhb9sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته