کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهارکي ځينومعاينه خانوکي په کسبي توګه دغاښونو تداوي کيږي

12 میزان 1398 ساعت 10:54

هغه کسان چي غیري مسلکي ډاکترانو یې د غاښونو خرابه تداوي کړې وايي چي د عامي روغتیا ریاست باید د ښار په داخل او ولسوالیو کي د هغه کسانو مخه ونیسي چی هغوي خپل سري د غاښونو جوړولو معاینه خانې پرانستي دي.


دغيري مسلکي کسانو دغه ډول فعاليت دانه چي دناروغ تداوي ناممکنه کوي بلکي دخلګو پراقتصادي وضعيت هم منفي تاثير لري.
هغه کسان چي غیري مسلکي ډاکترانو یې د غاښونو خرابه تداوي کړې وايي چي د عامي روغتیا ریاست باید د ښار په داخل او ولسوالیو کي د هغه کسانو مخه ونیسي چی هغوي خپل سري د غاښونو جوړولو معاینه خانې پرانستي دي.
د غاښونو مسلکي ډاکتران رحمت الله حبیب او سلیمان بشارت وايي غاښونه د هضمي سیستم لومړي او تر ټولو مهمه برخه ده چي ساتل او ښه تداوي یې د بدن نور داخله امراض کنټرولوي ځکه نو بايد زیات پام ورته وسي .
دوي وايې ددي کار دمخنیوي له پاره اړينه ده دعامي روغتیا ریاست او مربوطه ادارې دعامه پوهاوي تر څنګ دپخوا اواوسنيو ډاکترانو لپاره د نوي او عصري تکنالوژي څخه د کار اخیستلو روزنيزپروګرامونه دایر کړي.
د عامي روغتیا رئیس ډاکتر عبدالقیوم پخلا هم په ښار او ولسوالیو کي دغيري مسلکي غاښ جوړونکو فعاليت مني خو وايې دمخنيوي له پاره يې پر کراره نه دي کښينستلي .
ښاغلي پخلا وايي چي تېره میاشت یې ټول هغه غيري مسلکي ډاکتران چي د غاښونو د امراضو په برخه کي یې فعالیت تر سره کوي معاينه خاني تړلي او د عدم فعالیت ژمنه یې ځیني اخیستې ده .
د غاښونو د تداوي په برخه کي د دغيري مسلکي ډاکټرانو فعاليت او په تداوي کي دعصري ټکنالوژي او طبي وسايلو څخه نه اسفاده ددي سبب سوي، چي لاهم کندهارکي دناروغې دغه اسانه ډول يوه ستونزه پاته سي  او آن دتداوي له پاره يې ناروغان بهرنيو هيوادونو ته ولاړ سي


د مطلب کود: 192549

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192549/کندهارکي-ځينومعاينه-خانوکي-په-کسبي-توګه-دغاښونو-تداوي-کيږي

آوا
  https://www.avapress.com