دخپریدو نیټه :جمعه ۱۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۴
د مطلب کود : 192550
په کندهار کي ۱۳۰ ټاکنیز شکایتونه ثبت سوي دي
په کندهار کي ۱۳۰ ټاکنیز شکایتونه ثبت سوي دي کندهارکي د ټاکنيزوشکايتونوولايتي کمېسيون مسؤلین وايي د دوئ سره د تيرو ټاکنو په تړاو ۱۳۰ شکايتونه ثبت سوي دي د دې کمېسيون منشي او وياند رضا نېکزاد وايي د کندهارښار او ولسواليو د مرکزونو څخه ۱۲۸ شکايتونه په کندهار او دوه نور په مرکزي کمېسيون کي ثبت سوي، چي دا مهال ترڅېړني لاندي دي.
کندهارکي د ټاکنيزوشکايتونوولايتي کمېسيون مسؤلین وايي د دوئ سره د تيرو ټاکنو په تړاو ۱۳۰ شکايتونه ثبت سوي دي
د دې کمېسيون منشي او وياند رضا نېکزاد وايي د کندهارښار او ولسواليو د مرکزونو څخه ۱۲۸ شکايتونه په کندهار او دوه نور په مرکزي کمېسيون کي ثبت سوي، چي دا مهال ترڅېړني لاندي دي.
هغه وايي دغه شکايتونه په دريو کټګوريو کي ثبت سوي دي.
د کندهار ټاکنيزو شکايتونو ولايتي کمېسيون منشي او وياند رضا نېکزاد وايي د جمهوري رياست د وروستيو ټاکنو په تړاو د دوئ سره ۱۳۰ شکايتونه ثبت سوي، چي درغليو هغه ئې زياتره له ولسواليو څخه دي.
هغه وايي دغه شکايتونه په دريو برخو کي ثبت سوي، چي لومړی هغه ئې د درغليو، دوهم
ئې د انتخاباتي جرايمو او درېيمه برخه ئې په ټاکنو کي له تخنيکي ستونزو څخه دي، چي دا مهال تر څېړڼي لاندي دي.
د کندهار ټاکنيزو شکايتونو ولايتي کمېسيون مسؤلين هم له خپله اړخه تراوسه په ښار او ولسواليو کي د کارولو سوو رايو د دقيقو ارقامو څخه ناخبري ښي او وايي، چي دغه ارقام بايد د ټاکنو ولايتي کمېسيون خپاره کړي
خو د ټاکنو ولايتي کمېسيون بيا پر پخوانۍ تقريبي ارقامو ټېنګار کوي.
دم ګړی په هيواد کي د ثبت سوو ټاکنيزو شکايتونو څېړنه روانه ده، خو د جمهوري رياست يو شمېر کانديدانو تر لومړنيو پايلو مخکي خپل ځانونه بريالي اعلان کړل ، چي دې چاري د هيوادوالو اندېښنې راپورته کړي او له کانديدانو غواړي، چي د ټاکنو خپلواک کمېسيون رسمي پايلو ته په تمه پاته سي او د هغوئ پريکړي ته احترام وکړي.
https://avapress.com/vdchminzv23nwmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته