دخپریدو نیټه :جمعه ۱۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۲
د مطلب کود : 192551
کندهارکي۳۰ زره زده کوونکوته دقرطاسیه ورکولولړۍ پيل سوه
د پوهني رئيس محیب الله روښان وايي، دغه مرسته د یونسف مرسته کوونکي مو سسې لخوا ورسره، سوې، چي ډیر ژر به ټولو زده کوونکو ته ورکول سي.
دده په وینا د یو نسیف ادارې ورسره ژمنه کړې، چي د ۷۰ زره نورو زده کوونکو له پاره به قرطاسیه ورکړي، ترڅو د پوهني ریاست او اړوند ښوونځيو لخوا په تدرجي ډول سره زده کوونکو ته ورکول سي.
د کندهار د پوهني رئيس محب الله روښان د یادي قرطاسې د ویشلو پر مهال د کندهار ملي راډیوتلویزیون سره په خبروکي وويل، چي یاده مرسته د یونسیف مرسته کوونکي موسسې لخوا د ۳۰ زره، زده کوونکو سره د ۸ قلمه قرطاسیه مرسته سوې، چي ویش لړۍ يې د مشرقي عالي لېسې څخه راپيل سوه ترڅو د لومړۍ، دوهم او دریم ټولګۍ زده کوونکو ته ورکول سي.
پرهمدې مهال دکندهار د پوهني رئيس ددې ولايت په ښوونځيو
کي د کتابونو پرکمښت هم اندېښنه وښوول،
دی وايي، د زده کوونکو د کتابونو نشتون يوه لویه ستونزه ده او زياته وي، کندهار کي دوه میلونه کتابونو ته اړتیا سته خو تر اوسه پوري درې لکه شپته زره کتابونه رارسېدلي او پاته ۱۷ لکه کتابونه لا تر اوسه پوري دکندهار پوهني رياست ته په واک کي نه دي ورکول سوي.
دده په وینا دغه ستونزه يي د مرکز سره شریکه کړې او هڅه کوي ترڅو د مرسته کوونکو ادارو او یو شمیر نورو بنسټو سره په همږغۍ دغه ستونزه حل کړي.
د یادوني وړده چی کتابونو نشتوالی نه یوازي سږ کال په ښوونځيو کي د زده کوونکو تدرسي بهر له ستونزو سره مخ کړی، بلکي دغه ستونزه په کندهار کي د کلونو راهستي روانه ده، چي د اساسي حل په موخه يې کار نه دی سوی.
خبریال: عبدالقيوم شکوري
https://avapress.com/vdciwrazzt1a3w2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته