کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارګ پاکستان ته: د طالبانو مېلمه پالنه د هیوادونو تر منځ اصولو خلاف ده

12 میزان 1398 ساعت 11:36

په داسې حال کې چې د طالبانو د سیاسي مرستیال «ملا برادر اخند» په مشرۍ یو دوولس کسیز پلاوی د پاکستان هیواد په رسمي بلنه اسلام اباد ته تللی او هلته یې ددې هیواد د لوړپوړو چارواکو له لوري دروند هرکلی شوی؛ ارګ دې کار غوسه کړی او د طالبانو مېلمه پالنه يې د هیوادونو تر منځ د اړیکو د اصولو خلاف بللې.

د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» په همدې تړاو وايي « د طالبانو مېلمه پالنه چې لاسونه یې لا هم د افغانانو په وینو سره دي، د هیوادونو تر منځ د اړیکو د اصولو خلاف ګام دی».
د صدیقي په قول اسلام اباد ته د طالب پلاوي سفر د سولې له پروسې سره هيڅ ډول مرسته نشي کولای.
ارګ داسې مهال پاکستان ته غوسه دی، چې د طالبانو پلاوی د سیاسي جریاناتو تر څنګ د افغان کډوالو او افغانستان اړوند موضوعاتو په تړاو د بحث لپاره تېره شپه ناوخته اسلام اباد ته رسېدلی او سهار یې ددې هیواد د بهرنیو چارو له وزیر «شاه محمود قریشي» سره لیدلي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند «سهیل شاهین» وايي، طالب پلاوي به په خپل سفر کې د سیاسي بحثونو تر څنګ په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، په پاکستان کې د افغان بندیانو د قضیو او دې هیواد ته د افغانانو د تګ راتګ په برخه کې د اسانتیاوو جوړولو په تړاو بحثونه کړي.

د مطلب کود: 192552

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192552/ارګ-پاکستان-ته-د-طالبانو-مېلمه-پالنه-هیوادونو-تر-منځ-اصولو-خلاف-ده

آوا
  https://www.avapress.com