کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عراق کې پر لاريونوالو ډزې؛ ۱۹کسان وژل شوي سلګونه ټپيان دي

12 میزان 1398 ساعت 11:14

د عراق پلازمېنې بغداد او نورو ښارونو کې د لاريونونو پر مهال امنيتي ځواکونو پر لاريونوالو ډزې کړي، چې له امله يې ۱۹ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان دي.


د عراق پلازمېنې بغداد او نورو ښارونو کې د لاريونونو پر مهال امنيتي ځواکونو پر لاريونوالو ډزې کړي، چې له امله يې ۱۹ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان دي.
د کردانو «شفق نیوز» وايي، پوليسو هغه مهال پر لاريونوالو ډزې وکړې، چې غوښتل يې د بغداد «زرغونې سیمې» ته ننوځي.
د شفق نيوز په وينا د پوليسو په ډزو کې ۶۵۰ لاريونوال ټپيان شوي دي.
ګرين زون يا زرغونه سيمه د بغداد ديپلوماتيکه سيمه ده، هلته د بهرنيو هېوادونو سفارتونه او دولتي ادارې دي.
د عراق صدر اعظم عبدالمهدي وايي، د هېواد او لاريونوالو د امنيت لپاره يې په بغداد کې پر ګرځېدو بنديز لګولی دی.
د عراق په لروبر کې د بې روزګارۍ او خلکو ته د ژوند اساسي اسانتياوو د نه ترلاسه کېدو له امله له تېرو څو ورځو راهيسې زرګونو خلکو د حکومت پر ضد مظاهرې پيل کړي دي.
دا مظاهرې د صدر اعظم عبدالمهدي د حکومت د يوه کال له پوره کېدو وروسته پيل شوي، خو تر اوسه دغه لاريونوال منظمه مشري نه لري.
له تېرو دوو ورځو راهيسې په بغداد کې کرفيو لګېدلې، يوازې هوايي ډګر ته د تګ اجازه شته، امبولانس او همدارنګه زيارتونو ته د تلو اجازه شته او له دې پرته څوک تګ راتګ او سفرونه نشي کولی.
د عراق په ګڼو ښارونو کې د ټولنيزو شبکو ويب پاڼې هم بندې دي.
ملګرو ملتونو په عراق کې د لاريونوالو پر خلاف د روان تاوتريخوالي په اړه اندېښنه ښکاره کړې او له حکومته يې غوښتي، چې له تاوتريخوالي لاس واخلي.


د مطلب کود: 192553

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192553/عراق-کې-پر-لاريونوالو-ډزې-۱۹کسان-وژل-شوي-سلګونه-ټپيان-دي

آوا
  https://www.avapress.com