دخپریدو نیټه :جمعه ۱۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 192554
د سیمې هیوادونه طالبان د افغانستان د یوازیني سیاسي او پوځي قوت په توګه پېژني
په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند او له امریکایي لوري سره د طالب مذاکراتي ټيم غړی «سهیل شاهین» وایي، د مذاکراتو په تړاو د طالبانو رسمي مؤقف د سیمې د ټولو هیوادونو د تائيد وړ دی او سیمه اوس طالبان د افغانستان د یوازیني سیاسي او پوځي قوت په توګه پېژني.
سهیل شاهین چې له «نن ټکی اسیا» سره یې پاکستان ته دطالب استازو د سفر په تړاو خبرې کولې، دا سفر د سیمې هیوادونو ته د سفرونو د لړۍ یوه برخه یاده کړه او زیاته یې کړه، چې طالب پلاوی هلته د سولې د پروسې تر څنګ د افغان کډوالو او سوداګرو په ستونزو او په یاد هیواد کې د افغان بندیانو په تړاو له پاکستاني لوري سره غږېدلی .
شاهین ددې
پوښتنې په ځواب کې چې ولې د افغان سولې د مذاکراتو د بیا پیل په برخه کې د پاکستان او طالبانو دریځ ورته دی؟ وویل « نه یوازې پاکستان بلکې د سیمې ټول هیوادونه اوس مذاکرات د افغانستان د شخړې حل بولي او د افغانستان اسلامي امارت د افغانستان د یوازیني ستر پوځي او سیاسي ځواک په توګه پېژني، چې طالبانو په تېرو اتلسو کلونو کې ناټو ته په ماته ورکولو سره دا ثابته کړې هم ده».
نوموړي په دې تړاو چې طالبان به له خلیلزاد سره په اسلام اباد کې وګوري یا نه؟ وویل « که چېرې امریکايي لوری بیرته د توافقنامې لور ته راوګرځي نو موږ دا امکان نه ردوو».
یاده دې وي، چې د طالبانو د سیاسي مرستیال «ملا برادر اخند» په مشرۍ یو دوولس کسیز پلاوی دا مهال د پاکستان په پلازمېنه «اسلام اباد» کې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان اړوند موضوعاتو د بحث لپاره موجود دی.
https://avapress.com/vdcbs5b8arhb9sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته