کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ننګرهار د پوهنې رییس، د پوهنیز بهیر پر ولسي کېدا ټینګار کوي

12 میزان 1398 ساعت 12:02

د ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالۍ کې د پوهنې امریت لپاره د نېږدې ۷ میلونه افغانیو په لګښت ودانۍ جوړیږي. د یادې ودانۍ د جوړولو د چارو ډبره پرون د دې ولایت د پوهنې رییس او ځایي مشرانو له خوا کېښودل شوه.


د ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالۍ کې د پوهنې امریت لپاره د نېږدې ۷ میلونه افغانیو په لګښت ودانۍ جوړیږي. د یادې ودانۍ د جوړولو د چارو ډبره پرون د دې ولایت د پوهنې رییس او ځایي مشرانو له خوا کېښودل شوه.
د پوهنې رییس حسیب الله شینواري وویل د بټي کوټ د پوهنې امریت دا ودانۍ به په یو کال کې جوړه شي چې د ولایتي ادارې شپږ میلونه او اه سوه زره افغانۍ لګښت پرې راځي، او ټول اړین ملحقات به ولري.
د پوهنې رییس پرون د ولسونو سره په یوې ناسته کې د پوهنیزې پروسې پر ولسي کېدا ټینګار وکړ، او ویې ویل مونږ د دې کار لپاره جدي اراده لرو. خو په وینا یې ولسونه په دې برخه کې مهم نقش لوبولی شي او د مرستې هیله یې ورڅخه څرګنده کړه.
د بټي کوټ ولسوال عبدالوهاب مومند او ولسي مشرانو په یاده ولسوالۍ کې د پوهنې امریت د جوړولو د پیل چارو له کبله د پوهنې ریاست له مسوولینو مننه کړې، او بټي کوټ ته یې د لا پام غوښتنه ورځېنې کړې.
د پوهنیز بهیر د ولسي کېدا خبرې په داسې مهال کیږي چې لا هم ننګرهار کې پر معارف ډېرې نیوکې شته دی. ولسونه په دې اداره کې شته فساد، بې عدالتي او د مسوولینو غفلت هغه څه بولي چې په وینا یې دې ولایت کې یې د پوهنې پروسه ټکنه کړې ده. خو مسوولین بیا دا چاره د پوهنې ریاست کې د نورو ادارو او چارواکو لاسوهنه بولي.
د خبریال ویب پاڼې د ولایتي همکارانو د معلوماتو له مخې په ننګرهار کې د معارف ستونزې جدي دي، د دوی په وینا د پخوا په پرتله درسي کیفیت بېخي کمزوری شوی، او زیاتوي د درې میاشتو رخصتیو وروسته د ښوونځيو د رسمي پیل نېږدې میاشت پوره کیږي؛ خو لا هم ښوونځیو ته زده کوونکي د درسونو د نشتون له وجې نه ورځي.


د مطلب کود: 192555

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192555/د-ننګرهار-پوهنې-رییس-پوهنیز-بهیر-پر-ولسي-کېدا-ټینګار-کوي

آوا
  https://www.avapress.com