د فرانسې په پلازمینه پاریس کې د پولیسو په یو مرکز کې د یو تن اداري کارکوونکي لخوا پر خپلو همکارانو د چړې خونړی برید شوی چې په نتیجه کې ۳ تنه پولیس وژل شوي او برید کوونکي د نورو پولیسو په ډزو کې ووژل شو.
دا پيښه د پاریس په زړه کې د نوترا دام تاریخي کلیسا ته په مخامخ سړک کې چیرته چې هره ورځ په زرګونو تنه سیلانیان راځي د پولیسو په مرکز کې رامنځته شوې ده .
د پاریس مقاماتو ویلي دي
چې برید د پولیسو د مرکز د یو تن ۴۵ کلن اداري کارکوونکي لخوا چې د ۲۰۰۳ کال راهیسي دلته کار کولو ترسره شوی دی. عیني شاهدانو ویلي دي چې برید لومړی د اطاق په منځ کې رامنځته شو او وروسته يي بیا د پولیسو د مرکز په منځ کې دوام وکړ.
د برید اصلي لامل معلوم ندی.
د پاریس ښاروال ددې برید په اړه ویلي دي چې یو ډیر ډارونکې پيښه ده. هغه ویلي دي چې د برید اصلي لامل تر اوسه پورې معلوم ندی خو درې تنه پولیس وژل شوي او څلورم تن برید کوونکی د پولیسو لخوا په ډزو ویشتل شوی دی.