کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا د میشیګان په ایالت کې الوتکې سقوط‌ وکړ

12 میزان 1398 ساعت 12:32

د امریکا د میشیګان په ایالت کې الوتکې سقوط‌ وکړ
په امریکا متحده ایالتونو کې یوې کوچنۍ یو ماشینه الوتکې سقوط وکړ.


په امریکا متحده ایالتونو کې  یوې  کوچنۍ  یو ماشینه  الوتکې  سقوط  وکړ.
د امریکا نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  الوتکه  د امریکا د میشیګان په ایالت کې لویدلې ده.
د سیمه ایزو مقاماتو ویلي‌ دي‌ چې  الوتکه  د انډیانا پولیس  ایالت نه  د میشیګان  ایالت  لانسینګ  ښار  پر لورې  روانه وه چې په ناڅاپې  توګه  يي  سقوط‌ وکړ. الوتکه  خپل  هدف  ته  ډیر  نږدې  شوې وه  چې  ولویده. پیښه  د امریکايي  په ځايي‌ وخت د سهار په نهو  رامنځته شوې د ه.
په پيښه کې  درې تنو ژوند د لاسه ورکړی  او درې تنه نور سخت ټپیان شوي‌ دي. سیمه ایزو مقاماتو ویلي‌ دي‌ چې په الوتکه کې  ۶ تنه شتون درلود چې  درې تنو ژوند د لاسه ورکړی  او درې تنه نور يي ټپیان شوي‌ دي.
د لانسینګ  ښار د ریګن د هوايي  ډګر  ویاند  ویلي‌ دي‌ چې په الوتکه کې یو پیلوټ ، د پيلوټ مرستیال  او ۴ تنو مساپرو  شتون درلود.
د پیښې ټپیان د لانسینګ  ښار  روغتون ته انتقال شوي‌ دي. د روغتون ویاند  ویلي‌ دي‌ چې  د ټپیانو د روغتیايي  حالت په اړه څه ویل د وخت نه وړاندې  خبره ده ځکه چې  روغتیايي‌ حالت يي ښه  ندی.


د مطلب کود: 192557

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192557/د-امریکا-میشیګان-په-ایالت-کې-الوتکې-سقوط-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com