د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر سره د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې. ویل کیږي پدې ټيلیفوني خبرو کې په سوریه کې جوړیدونکي د امن سیمې په اړه خبرې شوي دي. د ترکیې د دفاع وزیر د امریکا دفاع وزیر ته ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې ترکیه به هیڅکله هم په خپلو سویلي پولو کې پورې غاړه کې د ترهګرو دهلیز جوړولو ته اجازه ورنکړي .
د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د ترکیې د دفاع وزیر اکار خپل امریکايي سیال سره په سوریه کې د فرات سیند ختیځو برخو کې جوړیدونکي د امن د سیمې په اړه د ترکیې او امریکا په همکاریو خبرې وکړې. اکار ددې خبرې په ټینګار ویلي دي ترکیې د سوریې په شمال کې څه باندې ۳۰۰۰ زره تنه داعشي
ترهګر له منځه وړي دي هیڅکله به هم د خپلو سویلي پولو پورې غاړې ته د ترهګرو دهلیز جوړولو ته اجازه ورنکړي.
ترکیه د فرات سیند ختیخو برخو کې د هر ډول درندو وسلو او پ ک ک ترهګرې ډلې د جنګیالیو او پلوي ډلو نه د پاکې د امن د سیمې د جوړولو هڅه کوي.
ترکیه دا ګام یواځې د خپل هیواد د ملي امنیت په خاطر نه بلکې په سیمه کې د میشتو عربانو، کوردانو، مسیحیانو او یزیدیانو په خاطر پورته کوي.
د ترکیې وروستی هدف سیمه د داعش، پ ک ک ، پ وای ډي او وای پ جي په څیر د ترهګرو ډلو او سازمانونو نه تصفیه کول دي.
همداشان سوري کډوال د امن په فضا کې خپل هیواد او کور کلي ته ستنول دي.
ترکیې د دفاع وزیر اکار خپل امریکايي سیال ته خبرداری ورکړ که چیرې امریکا ددې پروژې د ځنډولو او یا پر وړاندې د خنډ جوړولو هڅه وکړي ترکیه به د امریکا سره پډې برخه کې همکاري ختمه کړي.