کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ترکیې د دفاع وزیر د امریکا دفاع وزیر سره د امن د سیمې په اړه خبرې وکړې

12 میزان 1398 ساعت 14:03

د ترکیې د ملي‌ دفاع وزیر خلوصي‌ اکار د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر سره د ټيلیفون په کرښه خبرې‌ وکړې. ویل کیږي‌ پدې ټيلیفوني‌ خبرو کې په سوریه کې جوړیدونکي‌ د امن سیمې په اړه خبرې شوي‌ دي. د ترکیې د دفاع وزیر د امریکا دفاع وزیر ته ددې خبرې‌ په ټینګار ...


د ترکیې د ملي‌ دفاع وزیر خلوصي‌ اکار  د امریکا  د دفاع وزیر  مارک اسپر سره  د ټيلیفون په کرښه خبرې‌ وکړې. ویل کیږي‌ پدې  ټيلیفوني‌ خبرو کې  په سوریه کې جوړیدونکي‌ د امن سیمې په اړه خبرې شوي‌ دي. د ترکیې د دفاع وزیر د امریکا دفاع وزیر ته ددې خبرې‌ په ټینګار ویلي‌ دي‌ چې ترکیه به هیڅکله هم  په خپلو سویلي‌ پولو کې  پورې غاړه کې  د ترهګرو دهلیز جوړولو ته اجازه ورنکړي‌ .
د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې  د ترکیې د دفاع وزیر اکار  خپل  امریکايي‌ سیال  سره  په سوریه کې د فرات سیند ختیځو برخو کې  جوړیدونکي‌ د امن د سیمې  په اړه د ترکیې او امریکا  په همکاریو  خبرې وکړې. اکار ددې خبرې  په ټینګار ویلي‌ دي‌ ترکیې د سوریې په شمال کې  څه باندې ۳۰۰۰ زره تنه  داعشي‌ ترهګر له منځه وړي‌ دي‌ هیڅکله به هم  د خپلو سویلي‌ پولو پورې غاړې ته  د ترهګرو دهلیز  جوړولو ته  اجازه  ورنکړي. 
ترکیه د فرات سیند  ختیخو برخو کې  د هر ډول درندو  وسلو او پ ک ک ترهګرې ډلې د جنګیالیو او پلوي‌ ډلو نه د پاکې  د امن د سیمې  د جوړولو هڅه کوي.
ترکیه دا ګام  یواځې د خپل هیواد د ملي‌ امنیت  په خاطر نه بلکې  په سیمه کې د میشتو عربانو، کوردانو، مسیحیانو او یزیدیانو  په خاطر پورته کوي.
د ترکیې  وروستی  هدف سیمه  د داعش، پ ک ک ، پ وای ډي‌ او وای پ جي‌ په څیر  د ترهګرو ډلو او سازمانونو نه  تصفیه کول  دي.
همداشان  سوري‌ کډوال  د امن په فضا کې خپل هیواد  او کور کلي  ته  ستنول  دي.
ترکیې د دفاع وزیر  اکار  خپل امریکايي‌ سیال ته  خبرداری ورکړ  که چیرې  امریکا ددې پروژې د ځنډولو  او یا پر وړاندې د خنډ جوړولو  هڅه وکړي‌ ترکیه به د امریکا  سره پډې برخه کې همکاري‌ ختمه کړي.


د مطلب کود: 192558

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192558/د-ترکیې-دفاع-وزیر-امریکا-سره-امن-سیمې-په-اړه-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com