دخپریدو نیټه :جمعه ۱۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۸
د مطلب کود : 192559
د افغانستان شراب څښوونکو د نړۍ دویم ځای خپل کړ
د نړیوال روغتیایی بنسټ د معلوماتو پر بنسټ افغانستان د نړۍ په ۱۸۹ هېوادونو کې دویم ځای پر دې اساس خپل کړی چې ، شراب څښوونکي یې ډیر شراب څښي.
د نړیوال روغتیایی بنسټ د معلوماتو پر بنسټ افغانستان د نړۍ په ۱۸۹ هېوادونو کې  دویم ځای پر دې اساس خپل کړی چې ، شراب څښوونکي یې ډیر شراب څښي.
د شوې سروې له مخې هر هغه افغان وګړی چې پنځلس کاله عمر یې پوره کړی دی، او په دوامداره توګه شراب څښي، په ۲۰۱۶ کال کې په اوسط ډول ۳۳.۵ ليټر خالص شراب څښلي دي، چې دغه شمېر په ۲۰۱۰ کال کې ۱۸.۹ لیټر ؤ.
تونس هېواد بیا لومړی ځای خپل کړی دی، په دغه هېواد کې بیا د شرابو څښوونکو په ۲۰۱۶ کال ۳۶.۶ ليټر خالص الکول څښلي دي.
له
تونس او افغانستان ورسته ترکيه، ایران، او لبنان هېوادونه په دریم، څلورم او پنځم ځای کې قرار لري.
افغانستان په داسې حال کې دویم هېواد بلل شوی چې، د اسلامي نظام په درلودلو سره د شرابو څښل ناروا عمل بلل کیږي، خو د قاچاق له لارې په لوړه کچه افغانستان ده راوړل کیږي.
همدا وجه ده چې د شرابو بیه افغانستان کې تر نوروهېوادونو لوړه ده، او د شرابو کارکوونکي یا پلورونکي په پټه کار کوي، دا چې افغانستان کې شراب حرام دي او تولید یې په پټه ترسره کیږي، او له روغتیايی څارنې پرته جوړیږي نو د روغتیا لپاره خطرناک او ځینې وخت د څښوونکي د مرګ لامل ګرځي.
https://avapress.com/vdcgnx9qyak9yn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته