کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان او پاکستان د سولې د خبرو د بیا پیل غوښتنکي دي

12 میزان 1398 ساعت 15:05

تیره ورځ طالب چارواکو د ملا برادر په مشرۍ د پاکستان په بلنه د دغه هېواد د بهرینو چارو وزارت وزیر محمود قریشي سره لیدنه وکړه.


تیره ورځ طالب چارواکو د ملا برادر په مشرۍ د پاکستان په بلنه د دغه هېواد د بهرینو چارو وزارت وزیر محمود قریشي  سره لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې دواړو لورو د سولې د خبرو پر پیل خبرې او ټینګار کړی دی، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشی هیله ښودلې چې، د سولې درول شوې خبرې د بیا پیل شي، کومې خبرې چې د طالبانو او امریکې تر منځ څه موده مخکې د امریکې د جمهور رئیس لخوا ودرول شوې.
قریشي زیاته کړې، د افغان سولې لپاره سیمییزه جوړه شوې اجماع او همداسې نړیواله اجماع د افغانستان د تل پاتې سولې لپاره یو ښه فرصت جوړ شوی چې باید له لاسه لاړ نشي.
د پاکستان  د بهرنیو چارو وزارت افغانستان کې سوله د تاوتریخوالي او وینې تويدو د مخنیوي یوازینۍ لاره بولي، او په افغانستان کې نوي نسل ته د آسوده ژوند جوړولو لاړه همدا تل پاتې سوله یادوي.
په ورته وخت کې د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټويټ پانه لیکي “اسلامی امارت هیئت د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر او ورسره لوړ رتبه چارواکو سره په اسلام آباد کې تفصیلی لیدنه وکړه، او د دواړو هېوادونو په تعلقاتو، سیاسي موضوعاتو او د سولې په جریان خبرې وکړې”. د طالبانو دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې ، د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد هم پاکستان کې دی، او ټاکل شوې ده چې د پاکستان له چارواکو سره لیدنه وکړي


د مطلب کود: 192560

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192560/طالبان-او-پاکستان-د-سولې-خبرو-بیا-پیل-غوښتنکي-دي

آوا
  https://www.avapress.com