دخپریدو نیټه :جمعه ۱۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۷
د مطلب کود : 192561
کابل کې د ګاندي له ۱۵۰ مې زوکړې نمانځنه وشوه
کابل کې د هند په سفارت کې د ګاندي له ۱۵۰ مې زوکړې د هند د سفیر او د افغانستان د ټکنالوژۍ او مخابراتو وزارت سرپرست محمد فهیم هاشمي په شتون کې نمانځنه وشوه.
کابل کې د هند په سفارت کې د ګاندي له ۱۵۰ مې زوکړې د هند د سفیر او د افغانستان د ټکنالوژۍ او مخابراتو وزارت سرپرست محمد فهیم هاشمي په شتون کې نمانځنه وشوه.
ګاندي چې خپل ټول عمر د هندوستان د آزادې د اخيستلو په موخه تیر کړ، چې په نړۍ او په ځانګړې ټوګه هند کې د مبارزې سمبول بلل کیږي، ګاندي چې پر خپل کلکې ارادې خلکو ته په ډاکه کړه چې، خپلواکي پرته د ټوپک له شپېلۍ هم تر لاسه کیږي.
پرون چهارشنبه  د ( تلې لسمه ) د ګاندي د پيداېښت له ورځې سره برابره وه چې، کابل کې د هند په سفارت کې هم دغه ورځ د افغانستان او هندي چارواکو تر منځ ونمانځل شوه.
افغانستان کې د  هند سفیر ښاغلي ویني کمار د ګاندي پر مبارزې خبرې وکړې او هغه یې د مبارې سمبول یاد کړ، هغه له افغانستان څخه مننه وکړه او افغانستان یې د هندوستان نږدې ملګری ياد کړ، او ټینګار یې وګړ
چې د افغانستان او هند ترمنځ به دغه ښې اړیکې جاري وي.
هغه د افغانستان او هند ترمنځ پر اقتصادي اړیکو هم خبرې وکړې او زیاته کړه چې هند افغانستان سره د اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې هر راز مرستې ته چمتو ده، ښاغلي کمار وويل، له چار بهار بندر څخه د افغانستان وچه مېوه په آسانه توګه هند واستول شوه، چې دا به د افغانستان اقتصادي څرخ په ګرځېدا وساتي، د هند سفیر وویل د افغانستان د وچې مېوې لېږد د بزرګرانو لپاره هم ښه او هڅونکی قدم دی.
د افغانستان د ټکنالوژۍ او مخابراتو وزارت سرپرست ښاغلي فهیم هاشمي هم د ګاندي پر ژوند او د هغه د مبارزې په هکله خبرې وکړې، هغه هم ګاندي د مبارزې سمبول یاد کړ، او د افغانستان او هندوستان پر ښو اړیکو یې ټینګار وکړ.
ښاغلي هاشمي د ګاندي یو پوستي ټګټ هم د ښو اړیکو په موخه د هند سفیر ته ډالۍ کړ. په پای کې هم د حبیبیې عالي لېسې ممتاز زدکوونکي د هند سفارت لخوا وستایل شول، او ستاینلیکونه یې تر لاسه کړل.
https://avapress.com/vdcjm8evvuqehiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته