کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتیا کې د زعفرانو کرکیلې ته د خلکو پام ور اوښتی

12 میزان 1398 ساعت 12:55

پکتیا کې د زعفرانو کرکیلې ته د خلکو پام ور اوښتی
د پکتیا د کرنې، اوبو لګوونې او مالدارۍ ریاست وایي د دې ولایت د زعفرانو ټولنې څلورو ډلو ته یې د زعفرانو د وچولو پرمختللې ماشینونه او نور مهم توکي په واک کې ورکړل.


د هېواد د بزګرانو سره د کرنې او مالدارۍ وزارت د ملاتړ په لړکې دا ځل د پکتیا ولایت زعفران کارانو سره مرستې شوې دي.
د پکتیا د کرنې، اوبو لګوونې او مالدارۍ ریاست وایي د دې ولایت د زعفرانو ټولنې څلورو ډلو ته یې د زعفرانو د وچولو پرمختللې ماشینونه او نور مهم توکي په واک کې ورکړل.
د یاد ریاست رییس انجنیر محمدالدین مومند وایي، د زعفرانو کارکوونکو ته ورکړل شوې دستګاوې په یوه ساعت کې د یوې کیلو زعفرانو د وچولو وړتیا لري. د مومند په وینا د ویشل شویو دستګاوو پر مټ په پکتیا کې د زعفرانو د پروسس په برخه کې شته ستونزې په نسبي ډول پای ته ورسیږي.
د پکتیا د زراعت ریاست مسوولین وایي څلورو ګروپونو ته یې د ماشینونو د ویشلو موخه یوازې نه دا نه ده چې فقط همدوی ترې ګټه اخلي، بلکې په دې ولایت ټول بزګران چې د زعفرانو کرکیله کوي کولای شي، ګټه ورڅخه واخلي.
اخوا د کرنې وزارت وزارت وایي له دا ډول مرستو یې موخه د زعفرانو کرکیلې او د پروسس صنعت ته یې وده ورکول دي. په دا وروستیو دوه کلونو کې په افغانستان کې د زعفرانو کرکیله ډېره شوې ده، چې حکومت یې د کوکنارو د کښت ښه بدیل بولي. دهقانان یې هم په کرلو خوښیږي ځکه نرخونه یې خورا ښه دي.
باید وویل شي چې افغاني زعفرانو د نړۍ په کچه اروپایي بازارونو کې لومړی ځای خپل کړی، چې ډېری وخت یې ایران په خپل نوم هم بازار ته وړاندې کوي. د یادونې وړ ده چې دا وخت کابل کې د یوې کیلو زعفرانو بیه له ۶۰ تر ۷۰ زره افغانیو رسیږي.


د مطلب کود: 192563

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192563/پکتیا-کې-د-زعفرانو-کرکیلې-ته-خلکو-پام-ور-اوښتی

آوا
  https://www.avapress.com