دخپریدو نیټه :جمعه ۱۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۵
د مطلب کود : 192563
پکتیا کې د زعفرانو کرکیلې ته د خلکو پام ور اوښتی
پکتیا کې د زعفرانو کرکیلې ته د خلکو پام ور اوښتی د پکتیا د کرنې، اوبو لګوونې او مالدارۍ ریاست وایي د دې ولایت د زعفرانو ټولنې څلورو ډلو ته یې د زعفرانو د وچولو پرمختللې ماشینونه او نور مهم توکي په واک کې ورکړل.
د هېواد د بزګرانو سره د کرنې او مالدارۍ وزارت د ملاتړ په لړکې دا ځل د پکتیا ولایت زعفران کارانو سره مرستې شوې دي.
د پکتیا د کرنې، اوبو لګوونې او مالدارۍ ریاست وایي د دې ولایت د زعفرانو ټولنې څلورو ډلو ته یې د زعفرانو د وچولو پرمختللې ماشینونه او نور مهم توکي په واک کې ورکړل.
د یاد ریاست رییس انجنیر محمدالدین مومند وایي، د زعفرانو کارکوونکو ته ورکړل شوې دستګاوې په یوه ساعت کې د یوې کیلو زعفرانو د وچولو وړتیا لري. د مومند په وینا د ویشل شویو دستګاوو پر مټ په پکتیا کې د زعفرانو د پروسس په برخه کې شته ستونزې په نسبي ډول پای ته ورسیږي.
د پکتیا د زراعت ریاست مسوولین وایي
څلورو ګروپونو ته یې د ماشینونو د ویشلو موخه یوازې نه دا نه ده چې فقط همدوی ترې ګټه اخلي، بلکې په دې ولایت ټول بزګران چې د زعفرانو کرکیله کوي کولای شي، ګټه ورڅخه واخلي.
اخوا د کرنې وزارت وزارت وایي له دا ډول مرستو یې موخه د زعفرانو کرکیلې او د پروسس صنعت ته یې وده ورکول دي. په دا وروستیو دوه کلونو کې په افغانستان کې د زعفرانو کرکیله ډېره شوې ده، چې حکومت یې د کوکنارو د کښت ښه بدیل بولي. دهقانان یې هم په کرلو خوښیږي ځکه نرخونه یې خورا ښه دي.
باید وویل شي چې افغاني زعفرانو د نړۍ په کچه اروپایي بازارونو کې لومړی ځای خپل کړی، چې ډېری وخت یې ایران په خپل نوم هم بازار ته وړاندې کوي. د یادونې وړ ده چې دا وخت کابل کې د یوې کیلو زعفرانو بیه له ۶۰ تر ۷۰ زره افغانیو رسیږي.
https://avapress.com/vdcb05b8frhb9sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته