د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت وايي، د دوی کاري ټېمونو د کابل ـ جلال اباد لورې د بېرته خلاصولو هڅې پيل کړي دي.
دغه لویه لار د سختو اورښتو، سېلابونو او غر ښویېدنې له امله د تېرې ورځې راپدېخوا په څو ځایونو کې د ټرافیکو پر مخ
بنده شوې ده.
د ټرانسپورټ وزارت د «تلې پر۱۱مه» په یوې اعلامیې کې له موټر چلوونکو څخه غوښتي،
چې د دغه وزارت تر بلې خبرتیا دي پر یاده لار تګ راتګ نه کوي.
پر همدې مهال د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز هم پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د کابل ـ جلال اباد لار د تنګي ابریشم په سیمه کې د غر ښویېدنې له امله د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.