دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 192573
طالبانو غزني کې ۳۵ ځوانان له ځان سره بېولي ـ چارواکي
طالبانو غزني کې ۳۵ ځوانان له ځان سره بېولي د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ د «ده حاجي» سیمې اوسېدونکي وایي، وسله والو طالبانو تېره شپه پر یاد کلي تر برید وروسته د سیمې ۳۵ ځوانان له ځان سره نا څرګند ځای ته وړي دي.
د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ د «ده حاجي» سیمې اوسېدونکي وایي، وسله والو طالبانو تېره شپه پر یاد کلي تر برید وروسته د سیمې ۳۵ ځوانان له ځان سره نا څرګند ځای ته وړي دي.
دوی نه پوهېږي، چې طالبانو یاد کسان په کوم جرم له ځان سره وړي دي.
پر همدې مهال د خواجه عمري ولسوال احمد ضیا یعقوبي هم نن جمعه د «تلې ۱۲مه»د یاد خبر په تائید سره امریکا غږ ته وویل، چې وسله والو طالبانو یاد کسان د غزني رشیدان ولسوالۍ کې تر خپل کنټرول
لاندې سیمو ته وړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې تر دا مهاله د یادو کسانو د برخلیک په اړه معلومات نه لري، خو زیاته یې کړه، چې د سیمې د قومي مشرانو او سپین ږیرو له لارې د خلاصولو هڅې پيل شوي دي.
که څه هم وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د غزني د ولایتي شورا یو غړی حسن رضا یوسفي وايي، چې طالبانو یاد کسان په دغه کلي کې د دوی پر ضد د درېدو له امله له ځان سره وړي دي.
د دغه سیمې اوسېدونکو روانه اونۍ د بې پیلوټه الوتکې د برید په غبرګون کې چې پنځه ملکیان او یو شمېر طالبان هم پکښ ووژل شول د طالبانو پر ضد راپورته شول.
https://avapress.com/vdccmiqs12bqop8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته